پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو بندیزونه نن یکشنبې پای ته رسېږي.
پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا دوسلو بندیزونه چې ۱۳ کاله وړاندې لګول شوی وو نن یکشنبې پای ته رسېږي.
په دې سره به ایران یو ځل بیا د عادي وسلو چې سپکې وسلې، مزایلونه، ټانکونه او څرخي الوتکې په کې شاملې دي، د پیر او پلور قانوني حق ترلاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا چاره د سولې، امنیت او څو اړخیزتوب بریا بللې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو په وروستیو کې فشارونه زیات کړي وو تر څو دا بندیزونه د زور له لارې یو ځل بیا په ایران ولګېږي.











