د سولې د ملاتړ لپاره د مصالحې عالي شورا مشر ایران ته تللی او هلته یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او یو شمېر نور چارواکو سره کتلي دي.
د مصالحې عالي شورا وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره اړینه ده.
د مصالحې علي شورا مشر دغه راز د ایران د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره هم کتلي دي.
د ایران د اسلامي شورا مشر بیا ویلي چې په افغانستان کې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په ګټه او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.
د ښاغلي عبدالله د سفر موخه د سولې لپاره د ایران ملاتړ او دغه هېواد ته ډاډ ورکول دي چې د افغانستان له اړخه به زیان ونه ویني.
د امریکا او طالبانو له تړون وروسته د ایران په دریځ کې بدلون لیدل شوی او سیاست یې د افغان حکومت له سیاستونو سره په ښکاره برابر کړی ده.
د امریکا او طالبانو له تړون وروسته په سوله کې د سیمې اونړۍ زیات شمېر هېوادونه فعال شول، خو د امریکا له زیاتې ښکېلتا له امله د تهران رول پیکه دی.
د افغان حکومت هڅه دا ده چې ایران د افغانستان په سوله او ثبات کې راښکېل کړای شي.
له دې سره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یو رسمي سفر د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته ځي.
دا اعلان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق په خپله ټویټر پاڼه کړی ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان استازی صادق خان: ((پخوانی لومړی وزیر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د اکتور ۱۹ تر ۲۱ مې د پاکستان دوره وکړي. هغه به د بهرنیو چارو وزیر، جمهور رییس ، لومړي وزیر، د سنا رییس، د ولسي جرګې ریيس سره وګوري. هغه به د مطالعاتي مرکز غونډې ته وینا وکړي او د مخکښو ژورنالستانو سره به وویني.))
ایران اوپاکستان د افغانستان هغه ګاونډیان دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن دي او ډير کله یې چارواکو اعتراف هم کړی دی.











