له هلمند وروسته بدخشان دویم ولایت دی چې طالبانو یې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې طالبانو تیر ماښام له درې ورځنۍ جګړې وروسته د ښار اتمه ناحیه ونیوله.
د دې سیمې د نیولو پر سر په جګړه کې د دواړو خواوو لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
د فیض اباد اتمه ناحیه د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا ۸ کیلومتره لېرې ده او ترمنځ یې یو غر موقعیت لري.
وروستي راپورونه وايي چې جګړې د ښار لور ته غځېدلې او دا وخت د فیض اباد په درېمه ناحیه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.











