د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما وايي، هلمند کې د وروستیو نښتو له کبله زرګونه ملکیان بې ځایه شوي دي.
یوناما همداراز وايي، راپورونه ښيي چې د جګړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما همداراز په ټولو خواو غږ کړی چې تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سوله ییز حل لپاره هڅې زیاتې کړي.
یوناما وویل، “ملکي وګړي په منظم ډول په وسله والو نښتو کې وژل کیږي یا ټپیان کیږي، لکه د هاوانونږ، راکټونونو، لاسي بمونو بریدونه چې ډېری قربانیان د شځو او ماشومانو په ګډون ملکي “وګړي دي.
له دې سره سم د بښنې نړېوال سازمان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی تر څو ملکیانو ته د جګړې له سیمې د وتلو لپاره زمینه برابره کړي.
د بښنې نړېوال سازمان راپور له مخې هلمند کې د وروستیو جګړو له امله ۳۵۰۰۰ خلک بې ځایه شوي دي.











