د بلخ يو شمېر وکيلان او سياسي فعالان وايي، د امنيتي ارګانونو په ليکو کې د سياسي، تنظيمي او سليقوي مسايلو پر اساس ګمارنې د دې سبب شوي، چې ورځ تر بلې امنيتي ننګونې زياتې شي.
بلخ کې يو شمېر وکيلان او سياسي فعالان وايي، چې د سياسي، تنظيمي او قومي سليقو له مخې ګمارنو سره امنيتي ادارې تضعيف شوې دي.
دغه اندېښنې وروسته له هغې راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې دويم څارن احمد سير مجاهد د رتبې په تعديل سره د بلخ ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان وټاکل شو.
۲۴ کلن احمد سير د سمونوال عبدالودود مجاهد زوی دی، چې له ده وړاندې يې پلار څه باندې ۱۵ کاله د همدې ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې د امنيتي څوکيو په ميراثي کېدو سره د خلکو او حکومت تر منځ فاصله نوره هم زياتېدای شي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل رحمان همدرد وایي، ((زموږ هیله او ارزو داده چې زموږ ملي او امنیتي ارګانونه باید د سیاسیون له مداخلي څخه خوندي پاتې شي. که د سیاسیون مداخله په پولیسو کې وي او په اساس د یو حزب راځي، هغوی بیا خلکو سره هم ګوندي او قومي برخورد کوي. دغه وجه ده چې ولسونه ناراضه دي.))
په ورته مهال يو شمېر سياسي فعالان هم وايي، چې حکومت بايد په امنيتي پوستونو کې د تعهد، تخصص او تجربې پر اساس ګمارنې وکړي.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد بیا وايي، چې د بلخ ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی قومندان نظامي تجربه لري او ياد مسووليت په ښه ډول ترسره کولای شي.
په ورته مهال، د بلخ ولايت امنيه قومانداني هم تاييدوي، چې د بلخ ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ بست د سمونوال لپاره دی، چې د خلکو په غوښتنه او د مسوولينو د لزوم ديد له مخې دويم څارن احمد سير مجاهد د رتبې په تعديل سره ورته ګمارل شوی دی.
موږ په دې تړاو د دويم څارن احمد سير مجاهد د نظر اخيستو هڅه هم وکړه؛ خو بريالي نشوو.
بلخ ولسوالۍ د بلخ ولايت له مهمو او لویو ولسواليو څخه ده، چې دې وروستيو کې یې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.











