قطر کې د جمهوریت او امارت د سولې مذاکراتي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ ناسته وشوه.
د تماس ډلو ترمنځ دغه ناسته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او له سولې څخه د ملاتړو هیوادونو د استازو په منځګړیتوب پیل شوې ده.
زلمی خلیلزاد چې له اوږدې مودې په دوحه کې دی د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلاره کې یې د اختلافونو د حل او دغه راز د خبرو مېز ته د دواړو لورو د مرکچي پلاوو د بیا حاضرېدو لپاره هڅې پيل کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل تویټر لیکلي، تیر ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو تر منځ ناسته وشوه او د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو.
محمد نعیم ویلي، دواړو غاړو پر دې هوکړه کړې چې له دې وروسته به ناستې دوام پیدا کوي او هڅه به کوي چې توافق ته ورسېږي.
هغه ویلي، له دې ناستې څو ورځې مخکې هم د دواړو ټيمونو تر منځ ناستې تر سره شوې دي.
له دې سره فارن پالیسي خپرونې په یو راپور کې ویلي، افغانستان کې د امریکا له ۲۰ کلنې جګړې وروسته، نه یوازې دا چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې فقر، نا امني او تاوتریخوالی هم ورسره زیات شوی دی.
راپور کې راغلي، امریکا له تېرو دوو لسیزو جګړو، تشو ژمنو، جدي سیاسي تېروتنو او شکستونو وروسته د افغانستان د پرېښودلو تکل کړی او د خټې پوزې جوړولو لپاره یې له طالبانو سره هوکړه کړې او په ټیټ سر له دغه هېواده د وتلو په حال کې ده.
راپور کې ویل شوي، کلونه وړاندې د سپټمبر ۱۱مې پېښې وروسته امریکا د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پر دغه هېواد یرغل وکړ، خو له کلونو جګړې، وینې بهېدنې او ویجاړۍ وروسته وضعیت نه دی عادي شوی بلکې لا جګړې پراخې شوې دي.











