د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند اندا کوري سیمه کې د امنیتي ځواکونو په هاموي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د دولت شاه ولسوال سید شریف پاچا او درې سرتیري وژل شوي دي.
دولتزی زیاتوي چې په پېښه کې دوه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.
د دغه برید مسوولیت تر دې مهاله کومې ډلې نه دی منلی.











