د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، نن غرمه مهال ۱۲ بجې او ۲۰ دقیقې د شینوارو ولسوالۍ مقام ته څېرمه د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی دغه راز وایي چې د یو شمېر نورو بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ مقام ته دننه شي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا وایي، د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ارین زیاتوي چې په برید کې شپږ تنه امنیتي ځواکونه هم ټپیان دي.
په ورته وخت کې، سرچینې بیا وایي چې په برید کې د یوه سرتیري په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور ټپیان دي.
سرچینې دغه راز وایي چې یاد موټربم برید کې د کرکټ د ملي او نړیوالو لوبو لوبڅار بسم الله جان شینواري د کورنۍ اووه غړي هم وژل شوي دي.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.











