افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی قطر ته تللی.
بین الافغاني مذاکراتو کې د ستونزو راپیدا کېدو سره سم زلمی خلیلزاد تیره ورځ بیرته دوحې ته رسیدلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، زلمی خلیلزاد د خپلو شریکانو لیدلو په موخه تیره ورځ دوحې ته تللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي چې، خلیلزاد به په دوحه کې د مذاکراتي پلاوو سره هم وګوري او د سولې په تړاو به ورسره خبرې وکړي.
خلیلزاد هم پر خپل ټویټر لیکلي، بیرته د دوحې او سیمې په لور ځي چې له خپلو شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د مذاکراتو او له سولې وروسته په اقتصادي ودې، سوداګرۍ او سیمیز اتصال خبرې وکړي.
هغه لیکلي، د افغانانو په ګډون نړیوال هم د دوحې مذاکرات څاري او تمه ترې لري چې د افغانستان سیاسي راتلونکې ته نقشه برابره او هر اړخیز اوربند وشي.











