د هرات د حج اوقافو ریاست په دغه ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ډله فعاله کړه.
هرات کې له تېرو څو ورځو راهیسې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ډله فعاله شوي ده.
د هرات د حج اوقافو رئیس عبدالخالق حقاني وایي، دغه ډله چې اوس مهال پنځه غړي لري، هوټلونو، روغتونونو، سوداګریز مرکزونو او بېلابېلو ځایونو ته ځي ترڅو خلک له منکراتوڅخه منعه او نیکو کارونوته راوبولي.
حقاني دغه راز وایي چې یاده ډله هڅه کوي چې خلک د خبرو له لارې له منکراتو څخه منعه کړي، خو که چېري د دوی توصیه ونه مني، نو د پولیسو څخه به مرسته وغواړي.
دا ډله د رسنیو فعالیتونه هم څاري او د هغو خپرونو د نشر مخه به ونیسي چې د نافذه قوانینو او اسلام سره په ټکر کې وي.
هرات کې یو شمېر مدني فعالان بیا وايي، که چېري دغه پرېکړه د هېواد په کچه نه وي، نو دا د هرات د حج اوقافو ریاست خپلسري ښیي.
له بلې خوا، ولایتي شورا وایې چې په دې برخه کې باید فرهنګ جوړونه وشي او نیکو کارونوته د خلکو په رابللو ته نباید له زوره کار واخیستل شي.
خو د حج اوقافو ریاست مسؤولین بیا یادو اندېښنو ته په غبرګون کې وایي چې د چا عزت او ابرو به تر پښو لاندي کېږي نه، بلکه د خبرو له لارې به ورته توصیه کیږي.











