د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۲۰۰ سرتېري د طالبانو له لورې محاصره دي
سرچینې وايي، د دغې ولسوالۍ ډېرې برخې طالبانو نيولي او له تېرو دوو اونیو راهیسې د ولسوالۍ او امنیه قومانداني ودانۍ چې پکې ۲۰۰ سرتېري هم بند دي، د طالبانو له لورې محاصره شوي دي.
ځایي مسوولینو له مرکز ترینکوټ څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د مسوولینو په وینا، ورسره شوې پوځي مرسته یې په هغه کچه نه ده، چې ولسوالي او امنیه قومانداني له محاصرې خلاص کړي.
سرچینه همدا ډول زیاتوي، چې تېره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ په “شېران” سيمه کې د سلام مخابراتي شبکې پایه هم په ماینونو له منځه وړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











