د علیپور غیر مسولو وسله والو کسانو څلور پولیس ټپیان کړل او دو ملي پولیس یې له ځان سره بیولي دي.
دا برید تیر ماښام د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ دویمې حصې اړوند ګردن دیوال ـ چغچران سیمه کې شوی دی.
د والي ویاند محب شریف زی وايي، د علي پور غیر مسولو وسله والو یو رنجر موټر، د یادو پولیسو وسلې او مهمات هم ځان سره وړي دي
. دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې هم د عليپور غیر مسؤله وسله والو په دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي و چې دوه پولیس ټپیان، یو هامې ټانګ، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي
مرکزي حکومت د علي پور د تازه تحرکاتو په اړه چوپه خوله دی، باور دادی چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي له غیر مسولو وسله والو ملاتړ کوي.











