Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي جمهوریت او طالبانو د تماس ډلې په ۱۸  مواردو هوکړې ته رسېدلي دي

admin by admin
2020/09/26

پوره دوه اوونۍ وشوې چې د اسلامي جمهوریت پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او له طالبانو سره یې ګډه ډله جوړه کړي چې د کاري اصولو چوکاټ برابر کړي.

د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري د شنبې په ورځ رسنیو ته مالومات ورکړي او ویلي یې دي چې طالبان ځینو مواردو کې خپلمنځي بحثونه او پرېکړې ځنډوي.

نادر نادري وایي: ((د طالبانو په وړاندیزونو موږ خپل بحثونه پای ته رسولي، خو د طالبانو خپلمنځي بحثونه او پرېکړې ځنډنۍ دي. زموږ پلاوی د عمومي مجلس پیل ته چمتو دی، خو طالبان نه دي چمتو شوي.))

نادر نادري د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې د کابل سیاسیتونه د مذاکراتي پلاوي په کارونو او سولې پروسه باندې کوم اغیز نه لري.

هغه دغه راز وایي: ((د تماس ډلې تېرو ورځو کې اتلس مواردو باندې موافقې ته رسېدلي دي. د خبرو لپاره چوکآټ مشحص دی او د کابل سیاسیتونه د دوحې په مذاکرتو کوم اغیز نه لري.))

نادري افغاني رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې طالبان له امریکا سره شوې هوکړه کې ځینو مواردو باندې عمل نه کوي او دا موارد یې حیثیتي کړي دي.

هغه ډاډ ښودلی چې افغان پلاوی هېڅکله له خپلو ارزښتونو څخه نه په شا کېږي او که بحثونه هر څومره اوږده کېږي، دوی به یې دفاع کوي.

نادري وایي: ((د تاوتریخوالي له زیاتېدو د وسیلې په توګه طالبان کار اخلي چې پر حکومت د خلکو فشار زیات شي. موږ د ارزښتونو په دفاع کې نه ستړي کېږو او هر څومره بحثونه چې وي، چمتو یو چې و یې کړو.))

هغه ویلي چې د خلیلزاد څرګندونې د مذاکراتي ټيم دریځ نه شي بدلولی.

هغه په خپل وضاحت کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ساده او اسانه، خو بین الافغاني مذاکرات ډير پیچلي او موضوعات یې ډېر دي چې باید بحث پرې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist