ولسمشر غني وایي له سترو خنډونو سره مخ یو، خو سوله او اوربند مو لومړیتوب دی
ولسمشر غني تېره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر هرڅه لومړیتوب اوربند او سوله ده.
هغه له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی دی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
ولسمشر غني په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو ته په اشارې ویلي چې د یوه با ثباته افغانستان لپاره باید په سیمه کې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو رېښې له منځه لاړې شي او پر وړاندې یې باید اقدام وشي.
هغه د سولې پروسه یو مهم پرمختګ بللی او تمه یې ښودلې چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د کمېدو سبب شي.
له دې سره امریکا وايي که اړتیا پېښه شي د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم په افغانستان کې عملیات کولی شي.
د امریکا ددفاع وزارت چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور یا وتل په حالاتو پورې تړلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت وایي دوی که سرتېري له افغانستان وباسي هم، خو دا د دوی تګلاره ده چې د اړتیا په صورت کې به د اهدافو د په نښه کولو لپاره عملیات کوي.
پنټاګون وایي که په افغانستان کې جګړې زیاتېږي نو امریکایي ځواکونه به د وتلو پر پرېکړه له سره کتنه کوي.
د پنټاګون دغه راز له طالبانو هم غوښتي چې مذاکرات بریالي کړي، جګړې کمې او تاوتریخوالي کې کموالی راولي.











