د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې هېواد کې روان تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی.
ښاغلي عبدالله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو شورا ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، وویل چې د سولې خبرو سره هممهال تاوتريخوالی ډېر شوی، چې افغانانو ته د منلو وړ نه ده.
هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ چې افغانان غواړي چې تاوتريخوالی کم شي او خواوې اوربند ومني.
ښاغلی عبدالله وایي چې افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او دا مهال د سیمې هېوادونه هم د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ دي.
ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې راتلونکو ورځو کې به پاکستان ته لاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.











