د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد امریکايي استازو ته ویلي، امریکا به هیڅ وخت اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ میلادي کال پېښې تکرار او افغان مشران په خپلو کې په جګړو اخته شي.
خلیلزاد ویلي، زموږ موخه په افغانستان کې سوله ده او پوره هڅه کوو چې لاسته راوړنې خوندي وساتو.
خلیلزاد د کانګرس غړو ته په ډاګه وویل، دنده ورکړل شوې وه چې د افغان شخړې سیاسي حل پیدا کړي او ددغه هیواد خاوره د امریکا او متحدینو پر ضد ونه کارول شي.
زلمی خلیلزاد ویلي، افغانان باید خپل هېواد ته یوه سیاسي فارموله پیدا کړي او موږ پر دوی خپل سیستم نه تحمیلوو.
هغه د دوحې تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون یوازې په باور نه دی ولاړ، بلکې طالبانو ژمنې کړي او که په خپلو ژمنو عمل ونکړي، موږ به خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسو.
خلیلزاد په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات د افغانانو په مشرۍ یاد کړل او تمه یې وښوده چې روان مذاکرات په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.
خلیلزاد د ښځو حقونو په اړه ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له ډیموکراسۍ او د ښځو له حقونو ملاتړ کوي او په خبره یې چې دا یې مذاکره کوونکو ته هم واضح کړې ده.
زلمي خلیلزاد همداراز ویلي دوی اوس هم د سولې په پروسه کې دخیل دي، هر څه له نږدې څاري او خپل نظریات یې په واضح توګه بیان کړي دي.
دده په وینا امریکا به ټولې هغه غوښتنې بیا بیا په مذاکراتو کې مطرح کوي چې هغه د هر افغان حق خوندي کړي.
هغه د امریکایي استازو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر اوسه په سمه توګه عملي شوې نه ده، خو بیا هم دا د امریکا لپاره ویاړ دی.
زلمي خلیلزاد دغه راز ډاډ ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به بریالي کېږي او په افغانستان کې به د روانې جګړې د درېدو سبب شي.له دې سره د امریکا ولسمشر، له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ویستلو ټینګار وکړ.
ډونالډ ټرمپ، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته یې وینا کوله وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی.
ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل، ډیر ژر به له افغانستانه خپل پوځیان اوباسي.
ټرمپ وویل، د امریکا پخوانیو رژیمونو خپل خلک له پامه غورځولي وو او ناکامه هوکړې یې کړې وې.
په همدې حال کې د امریکا ددفاع وزارت هم یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر کمولو ټینګار کړی دی.
د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر پنځو زرو هم کم کړي.
پنټاګون وايي چې د ټرمپ د سپارښتنو پر بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکوي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ځواکونو له کمولو سره سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمن دي او د افغان ځواکونو روزنې ته به هم ادامه ورکوي.
پنټاګون وايي امریکا هڅه کوي په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي خو دغه پرېکړه په حالاتو پورې تړلې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو به د سرتېرو د بشپړ وتلو په اړه اقدامات کېږي.











