د مالیې نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال اعتراف کوي چې لا هم د حکومت د عوایدو له نیمايي ډېره برخه د دولت د خزانې پر ځای نورو ډلو ټپلو ته ځي.
نوموړی وایي، حکومت کې فساد سره د اغېزمنې مبارزې نشتون نا امني ډېره کړې او د عامه شتمنیو لوټلو ته زمینه برابره شوې ده.
د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي: ((بدختانه موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څومره عواید، خو زه ډاډه یم چې د ۵۰ سلنې څخه زیات عواید ضایع کېږي.))
ښاغلی ارغندیوال دغه راز د سیمې په کچه د یو شمېر مافیايي کړیو فعالیت هغه څه بولي چې له امله یې حکومت د خپلو عوایدو په راټولولو کې پاتې راغلی.
په داسې حال کې چې د حکومت د همکاریو د ژمنو ترلاسته کولو لپاره د جنیو کنفرانس ته په چمتوالي بوخت دی، د څار بنسټونه وايي، فساد سره د اغېزمنې مبارزې نشتون له امله د افغانستان نړیوال اعتبار زیانمن شوی چې ښايي د نړیوالو د مرستو تازه ژمنې اغېزمنې کړي.
خصوصي سکټور بیا عوایدو کې د فساد په تړاو د حکومت اعتراف د پوښتنې وړ بولي او حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ تورنوي چې سازماندهي شوي فساد ته زمینه سازي کوي.
د مالیې وزارت د ورستیو مالوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې یو سلو شپاړس ميلیارډه پنځه سوه نهه اتیا میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي، خو د ماليې وزیر ارغندیوال د څرګندونو په اساس سږ کال له یو سلو شپاړس میلیارډ افغانیو څخه ډېر عواید د د دولت د خزانې پر ځای نورو ډلو ټپلو ته تللي.











