د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پیل شوې جګړه درېیمې ورځې ته وغځېدله.
معروف ولسوالۍ کې له تیرې شنبې ورځې راهېسې پر امنیتي پوستو بریدونه او جګړه پیل شوې چې تر اوسه دوام لري.
یوې امنیتي سرچېنې شمشاد ته وویل، وړمه شپه معروف ولسوالۍ کاریز لارې پوستې ته طالبانو تونل ایستلی چې ۱۵ سرتیري یې وژلي ۲۳ یې ژوندي نیولي او د پاتې کسانو برخلیک تر اوسه مالوم نه دی.
که څه هم حکومتي سرچینې د دغې جګړې په اړه له رسنیو سره څه نه شریکوي، خو ځینې سیمه ییزې سرچینې وايي، جګړه سخته ده او وسله وال د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته نژدې شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې یاده ولسوالي کې يې یو شمېر امنیتي پوستې نیولي او لسګونه حکومتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.











