سیاسي، ټولنیزو او حقوقي فعالانو د ولسمشرپر دویم مرستیال سرور دانش توندي نیوکې کړي چې د هېواد تاریخ ته یي سپک نظر کتلي دي.
دوی ګواښ کړی که دانش له افغان ولس بښنه ونه غواړي، خلک به یي پر وړاندې راپورته شي.
دوی پر ولسمشر هم نیوکه کړ ې چې ولس له ارګه د افغان ولس د سپکاوي غږ راپورته کېږي.
سرور دانش تېره ورځ په بامیانو کې وویل چې ۲۳۰ کاله سدوزیانو او محمدزیانو پر افغانستان له دیکتاتورۍ ډک حکومت وکړ.
دانش ویلي وو چې د طالبانو حاکمیت او تېر ۲۳۰ کاله سره ورته وو چې یوې کوچنۍ قبیلې پرخلکو حاکمیت درلود .
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني مشر کریم خرم هم ویلي چې سرور دانش په حکومت کې منفعلانه او “بلي ګويک” نقش لوبوي.
خرم ویلي چې په همدې دليل هزاره وطندارانو ترې مخ اړولی او تجريد کړی يې دی. اوس د هيواد تاريخ او شخصيتونه په دې هيله توهينوي چې ګواکي پخپل قوم کې به ملاتړ ترلاسه کړي. مګر ګمان نه کوم ګټه ورته وکړي.
ګڼو نورو هم ورته نیوکې کړي او د حکومت چپ پاتې کېدو په غبرګون کې یې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی دی.











