سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه ولسوالۍ کې له تېرو دریو ورځو راهیسې سلګونو طالبانو جګړه پیل کړې او د یادې ولسوالۍ ګڼې سيمې یې هم نيولي دي.
د یادو سرچینو په خبره، دا مهال جګړه د ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې او امنیه قومانداني هم محاصره ده.
دوی وايي، که پوځي مرسته ور ونه رسېږي دغه ولسوالۍ به په بشپړ ډول سقوط شي.
تر دې وړانې یوې بلي امنیتي سرچینې ویلي وو چې جګړه تېره پنجشنبه پیل شوې او تر دې مهاله پکې لس سرتېري او ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دوه سرتېري هم په ټپي حالت کې طالبانو له ځان سره بېولي دي.
طالبانو تر اوسه د یادې جګړې په اړه معلومات نه دي شریک کړي.











