دولت او طالبان تر اوسه نه دي بریالي شوي چې کاري اصول وروستي کړي.
تمه وه د رسمي خبرو لپاره کاري اصول اوس بشپړ شوي وای خو په ځینو ټکو کې د اختلافاتو له امله لاهم بحث ته اړتیا لري.
یو لوری هم اختلافي ټکی نه روښانه کوي، خو خبرې په صمیمي فضا کې روانې دي.
زلمي خلیلزاد په دواړو خواوو غږ کړی چې د رامنځته شوي بې ساري فرصت څخه ګټه واخلي.
په دوحه کې د دولت او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي، خو لاهم دوی د رسمي خبرو لپاره په کاري اصولو هوکړې ته نه دي رسیدلي.
دوی له جمعې پرته اته ورځې مسلسلې خبرې کړې خو لاهم د کاري اصولو په ځینو ټکو کې اختلافات لري چې همدې مسلې دا موضوع ځنډنی کړې ده.
یو لوری هم د اختلافي ټکو په اړه مالومات نه ورکوي، داسې ښکاري چې دوی مالومات د یو بل په تفاهم نه ورکوي.
طالبانو لوری هم په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، وايي په نیږدې راتلونکې کې به رسمي مذاکراتو او اجنډا ته لاره هواره شي.
زلمی خلیلزاد چې خبرې څاري وايي، دا د افغانانو لپاره یوه بې سارې موقع ده او نړیوال یې هم ملاتړ کوي.
ګرافیکس،،،،،،زلمی خلیلزاد((د افغانستان لپاره دا یوه بې سارې شېبه ده.نه یوازې افغان خواووې مستقیما پخپلو کې خبرې کوي، بلکې هماغسې چې د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته.دغه بې ساري فرصت نه باید ګټه واخیستل شي))
که څه تر اوسه خبرې په مناسبه چاپيریال کې روان دې او دواړه خواووې د وخت له لیږد رضایت لري خو په د مشرانو جرګې ځینې غړي په کار کې د ځنډ له امله په دواړو خواوو نیوکه کوي.
تمه ده چې د نن ورځې تر ناوخته د کاري اصولو په برخه کې نوي پرمختګونه هم وشي.
مالومات دا دي چې دواړو غاړې د کاري اصولو له لسو زیاتو اختلافاتي مسایلو هوکړه کړې.











