د کندز خان اباد ولسوالۍ عکس داود پوسته باندې د وسله والو په برید کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور طالبانو ژوندي له ځان سره بیولي دي.
د والي ویاند عصمت الله مرادي همداراز وايي، پوسته بېرته افغان ځواکونو نیولې ده.
دا برید داسې مهال کېږي چې افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو د پيل لپاره د اجنډا پر جوړولو بوخت دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي په دوحه کې به د افغانانو خپلمنځيو خبرو تر څنګ افغانستان کې جګړه هم روانه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا طالبان سخت خو هوښیار وبلل.
ولسمشر تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، “ موږ له طالبانو سره ډېر ښه روان یو، دوی ډېر سخت دي او ډېر هوښیار دي… تاسو پوهېږئ د جګړې ۱۹ کاله کېږي، دوی هم ډېر ستړي شوي دي…”











