د شنبې په ورځ د هېواد په پکتیکا او بلخ ولایتونو کې چاودنو د افغان ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لومړۍ چاودنه
د بلخ د ولسي پاڅونکوونکو یو مهم مشر له خپلو ۸ ملګرو سره په موټربم برید کې ټپي شوی او یون پاڅونکونکی وژل شوی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل شمشاد ته وویل چې پېښه نن سهار د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره یوه موټربم برید د ولسي پاڅونکونکو د مشر قوماندان هاشم احمدزي د موټرو کاروان په نښه کړی چې پایله کې یې خپله قومندان احمدزی له اته تنو پاڅونوالو سره ټپیان شوي او یو پاڅون کوونکی وژل شوی دی.
جهادي قوماندان، هاشم احمدزی په تېر کې د مزارښار د لومړۍ حوزې د آمر په توګه هم پاتې شوی.
هغه په دې وروستیو کې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونکونکو مهم مسوولیت پر غاړه درلود.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی
دویمه چاودنه
د پکتیکا د امنیت آمر محمد اصف توخي په بمي چاودنه کې وژل شوی او د پولیسو ځانګړې قطعې قوماندان ټپي شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې شمشاد ته وویل چې دغه چارواکي په اومنې ولسوالۍ کې پيل شوې جګړې ته روان وو چې ماین پرې چاودنه کړې ده .
سرچینه وایي چې په ټپيانو کې د پولیسو ځانګړې قطعې قوماندان خانزاده کاروان هم ټپي شوی دی.
خانزاده کاروان د عزیز الله کاروان و دی.
عزیز الله کاروان هم څوکاله وړاندې په کابل ښار کې د وسله والو له لورې ووژل شو.











