د شپږيزې سيالۍ د سيپټمبر په شپږمه پېل شوی وې چې تر لسو ورځو وروسته د کابل بازانو په اتولۍ پای ته ورسېدې.
ټولې اته لوبډلې وې چې شپاړلس سيالۍ يې وکړې.
پايلوبه کې کابل بازانو ۱۴۰ منډې هدف جوړ کړی و، چې ميس عینک پوره نکړ.
په سږنۍ شپږيزه کې کابل او ميس عينک درې ځل مخ شول چې درې واړه ځلې پرې کابل بريالی شو.
کابل بازانو خپل ترکيب ته ځوان لوبغاړي اخېستي وو چې له اوو لوبو يې يوازې يوه وبايلله او شپږ يې وګټلې.
د لیګ په پايلوبه کې ننګيالی خروټی غوره لوبغاړی شو.
عثمان غني په اوو سياليو کې د ۳۵۵ منډو جوړولو سره د ډېرو منډو جوړونکی لوبغاړی شو او وقار سلام خېل او ننګيالی خروټی د ديارلس ديارلس وېکټو اخېستلو سره د بالرانو کتار کې تر نورو وړاندې شول.
شهزاد محمدي يوازينی لوبغاړی و چې سږنۍ شپږيزه کې يې سليزه وکړه خو رحمان الله ګربز په يوه لوبه کې ۹۹ او حشمت الله شهيدي ۹۷ منډې وکړې.











