د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یوځل بیا ډاډ ورکړی چې پر جمهوریت به معامله نه کېږي.
صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې طالبان به ددې ټولنې په منځ کې ویلې کېږي او خلک بیا تیاره دوره نه غواړي.
ښاغلي صالح ویلي: ((جمهوریت عدلیې او قضایي نظام لري خو طالبان په سحرایې محاکمو باور لري. له همدې امله ده چې موږ په زرګونو طالب بندیان لرو، خو طالبانو بیا چې هرکس ونیوه، سر یې ترې غوڅ کړ.
صالح ویلي چې افغان سرتیري مجبور نه بلکې هېواد سره د مینې په خاطر له خاورې دفاع ته راوتلي دي .
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې جمهوریت کې زده کړو بیان آزادۍ او نورو حقونو ته درناوی موجود دی خو هاخوا بیا دا هرڅه نشته.
ښاغلي امرالله صالح لیکي: ((ښارونه له طالبانو کرکه لري. د دوی تر کنټرول لاندې کلي د دې سخت دریځه او زشت ځواک له منګولو څخه د خلاصون شېبې شمېري.))
د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم لیکي چې د طالبانو له نظره د اقتصاد مانا باج اخیستل او د تریاکو منظم صادرول دي.
ښاغلي صالح دخپلې تازه لیکنې موخې په تړاو څه نه دي ویلي خو تازه په قطر کې د سولې خبرې پيل شوي دي.
صالح مشخص نه دي ویلي خو له ځینو سره اندېښنې دي چې ګنې پر جمهوریت معامله ونه شي.











