په تېرو نږدې شلو کلونو کې یو سلو ۸۸ زره افغان سرتیري، ملکي وګړي او د حکومت مخالف جنګیالي وژل شوي دي.
د امریکا د براون پوهنتون واټسن څېړنیز مرکز دغه مالومات د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې راټول کړي دي.
واټسن انستیتیوت وايي، دا څېړنه یې د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي سرچینو په ګډون له باوري نړیوالو سرچینو سره په همغږۍ برابره کړې ده.
په وژل شوو کې ډېر یې افغان ځواکونه دي چې په دغه څېړنه کې ۶۴ زره ښودل شوي دي.
د ملګرو ملتونو او نورو ادارو د څېړنو له مخې، یوازې د تېرکال نوامبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۱۳ زره نور افغانان هم وژل شوي دي.
دا شمېر له هغو شمېرو سره توپير لري چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې په تړاو ویلي وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال ویلي وه چې د هغه د ولسمشرۍ د تېرې دورې لومړیو څلورو کلونو کې ۴۵ زره امنیتي سرتيري او افسران وژل شوي دي.











