د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د پلاوو ترمنځ فکري اختلافات شته، خو دا په دې مانا نه ده چې خبرې دې بندې شي.
عبدالله عبدالله په قطر کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ په ابتدايي مسایلو هوکړه شوې، چې له مخې به یې د اجنډا پر علمي کېدو کار پيل شي.
عبدالله دغه راز وویل، په یوه او دوه ورځو کې دا مشکلات نه حل کېږي، خو لومړی قدم چې خلک یې غوښتنه لري، د تاوتریخوالي کمېدل دي.
عبدالله زیاته کړه، د تاوتریخوالي کمول د افغان ولس غوښتنه ده چې زر تر زره پای ته ورسیږي او په دې مسله به دواړه لوري بحثونه وکړي.
د مصالحې عالي شورا مشر پر دواړو مذاکره کوونکو ټیمونو غږ هم وکړ چې د سولې خبرې دې په پوره حوصله مندۍ سره مخته یوسي.
د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دا هم وویل، که د ښکېلو خواو هر اړخ فکر کوي چې د جګړې له لارې به بریالي شي، ناممکنه ده، خو که چېرې د خبرو او سوله ییزو له لارو افغان جګړه پای ته ورسېږي، دواړه خواوې به ګټونکې وي.
ښاغلي عبدالله دغه راز وویل، بین الافغاني خبرو کې پر دې بحث کول چې څوک څومره ساحې او سیمې تر کنټرول لاندې لري، د ملت ستونزې نه شي حل کولای او دا یو غیر مؤثر اقدام دی.
ټاکل شوې چې سبا دوشنبه به په رسمي توګه طالـبان او د افغان حکومت پلاوی مخامخ سره کېنې او پر اجنډا به بحثونه وکړي.
له بلې خوا، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا وایي چې تر دې مهاله د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو خواوو د تماس ګروپونو ترمنځ ناسته نه ده ترسره شوي.
په ورته وخت کې، د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړی احمد نادر نادري بیا وایي چې پلاوي نن په دوحه یوه خپلمنځۍ مشورتي ناسته ترسره کړې ده.











