Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړه لیک وروسته تر۲۷ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

admin by admin
2020/09/12

په قطر کې د لومړۍ بین الافغاني ناستې یو ویناوال د حکومت د مصالحې شورا مشر وو چې تر ډېره یې وینا په یووالي ور ټوله وه.

عبدالله عبدالله روانو جګړو ته په اشارې په اوربند ټينګار درلود او د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک وروسته یې د جګړې زیانونه یاد کړل.

عبدالله وویل: ((له هغه وخته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شوې، له خلکو سره د سولې هیلې را پيدا شوې دي، خو له بده مرغه له هغه وخت تر نن ورځې پورې په دې جګړه کې څه د پاسه دولس زره افغانان وژل شوي او له پنځلس زرو ډير ټپيان دي.))

د مصالحې شورا مشر د مذاکراتو په پرانیست غونډه کې دغه راز له طالب پلاوي وغوښتل، چې د داسې نظام په ټينګښت کې ورسره مرسته وکړي چې په اساسي قانون ولاړ وي او د ټولو خواوو حقونه په کې خوندي شوي وي.

عبدالله وویل: ((که باعزته او تل پاتې سوله راوړو، د خپل هېواد استقلال، ازادي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا وساتو، که چیرې د اسلام دین سره سم ولسواکه او ټول شموله نظام چې په اساسي قانون ولاړ وي ټيڼګ کړو، چې په کې د ټولو حقونه خوندي وي، نو موږ دواړه لوري به اتلان یو.))

د عبدالله ټينګار دا وه چې په سپيڅلي نیت راوتلي او د ولس له هغې غوښتنې سره راغلي چې  موخه یې له سیاسي لارې د هر ډول جګړې او تاوتریخوالي پایته رسېدل دي.

هغه وویل: ((مونږ په هېواد کې د څلویښت کلنې وینې بهېدو درېدلو او سرتاسري سولې د ټينګښت په موخه د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره راغلي یو. زمونږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې له سیاسي لارې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.))

د مصالحې شورا مشر ټينګاردا هم وو چې روانه جګړه د جنګ له لارې ګټونکې نلري او د ملت له ارادي سره سمه سیاسي حل لاره بیا هېڅ بایلونکی نلري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist