د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې پر سرتېرو موټر بم بريد شوی.
سرچینې وایي، برېد څه باندي دوه بجې د ارغنداب او خاکريز ولسواليو ترمنځ د ورغلو مرستندويه ځانګړو ځواکونو پر ولاړو سرتېرو شوی.
د ارغنداب ولسوالۍ يو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې له موټر بم بريد وروسته وسله والو په سیمه کې له افغان ځواکونو سره جګړه هم کړې.
د سرچینې په خبره، دغه پېښه کې درې پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی بیا وايي، برید د مازدا موټر په واسطه د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د “جوی لاهور” سيمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.
بارکزی وايي، د برید په اړه له وړاندې معلومات ورته رسېدلي، د برید پر مهال یاد موټر د پولیسو له لورې پېژندل شوی او د پولیسو تر ډزو وروسته یې چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، چې برید کې یوازې دوه پولیس برسېرن ټپيان شوي او بل کوم چا ته زیان نه دی اوښتی.











