امریکا هڅه کړې چې په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه حقایق پټ کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو څېړنیز راپور کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ډېری پېښې هېڅ نه دي څېړلې.
راپور کې ویل شوي چې پنټاګون د ډونلډ ټرمپ د تګلارې له مخې افغانستان کې هوايي بریدونه د دې لپاره ډیر کړي وو، چې طالبان د نظامي فشار له لارې مذاکراتو ته اړباسي، خو دغو بریدونو سلګونو ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکا هوايي ځواکونو په ۲۰۱۸م او ۱۹م کلونو کې د تېرو ۱۸ کلونو په پرتله په بې سارې ډول بمونه غورځولي دي.
اوس موندنې ښيي، چې واشنګټن په دغو کلونو کې هڅه کړې، چې افغانستان کې د دوی په هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو حقایق پټ کړي.
واشنګټن پوست په خپل راپور کې ويلي، کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت اصلآ د ملکي تلفاتو او په دې تړاو د څېړنو په اړه د پوښتنو ځوابولو ته نه حاضریږي او یوازې په دې ادعا بسنه کوي، چې دوی دا ډول هره پېښه څیړي.
یاده ورځپاڼه افغان حکومت هم په هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه د حقایقو په پټولو تورنوي او زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې د ولسمشر غني لخوا د ملکي تلفاتو د پېښو د څېړلو لپاره له ټاکل شویو پلایو څخه د یوه نتیجه یې هم نه ده اعلان شوې.











