دغه بندیان د بیلابیلو ولایتونو دي چې ټول یې د بهرنیو ځواکونو په وژلو کې لاس لري.
ظاهرا د بین الافغاني خبرو ځنډ د همدغو بندیانو لپاره دی چې اوس یې جنجال حل ښکاري.
د طالبانو دغه شپږ تنه د یو شمېر هېوادونو په ځانګړې ډول د فرانسې او استرالیا هېوادونو په ملاحظه نه خوشې کېدل چې اوس قطر ته وړل شوې دي.
یو لوری هم رسمي نه تاییدوي چې دغه کسان چېرته دي خو موثق ادرسونه وايي دا کسان دوحې ته رسیدلي دي.
د پنځه نیم زره کسانو په ډله کې د دې بندیانو په څېر ډیر کسان و چې د بهرنیو ځواکونو په وژلو کې یې لاس درلود خو خوشې شول.
دا شپږ تنه بندیان د خاصو هېوادونو په غوښتنه تر اوسه ځنډول شوي و چې د پردې تر شاه تر بحثونو وروسته داسې ښکاري چې اړوندو هېوادونو یې له خلاصون سره مشروطي هوکړه کړې ده.
محمد داوود، اکبر خان، عبدالصبور، نقیب الله، سید رسول او حکمت الله هغه نومونه دي چې مطرح نه و خو اوس له نور ځکه هم معرفي کیږي یو شمېر هېوادونو یې د شهرت لپاره لابي وکړه.
په دې ډله کې د محمد داوود کیسه بیا یو څه سپینه ده. هغې په هلمند کې د پولیسو په چوکاټ کې دنده درلوده، کله یې چې لمونځ کاو نو بهرنیو ځواکونو یې سپکاوی وکړ.
د لمانځه له ختم وروسته داوود نومي د خپل ټوپک شپلۍ پر بهرنیانو ورسمه کړه چې شپږ تنه یې ځای پر ځای ووژل.
هغه د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې وروسته یې اړیکه له طالبانو سره ثابته شوه.
که دا شپږ تنه بندیان طالبانو ته وسپارل شي نو د دوحې د هوکړې له مخې د بندیانو پروسه بشپړیږي، هغه چې طالبانو پرې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لوی شرط ګڼو.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ بیا ویلی چې تر اوسه د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده نهايي او کار پرې روان دی.











