امریکا وایي سرتېرو یې په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی کړی، بلکې د ازادۍ جګړه یې مخ ته وړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، د جرمونو د نړیوالې محکمې له غړو سره ځکه همکاري نه شي کولی چې دوی د امریکایي سرتېرو په اړه غیر قانوني پلټنې کوي.
دده په خبره امریکایي عسکرو په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی ترسره کړی، بلکې په دغه هېواد کې یې د ازادۍ لپاره د ترهګرو پر ضد جګړه کړې ده.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د جرمونو نړیوالې محکمې امریکایي او نور بهرني عسکر په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.
خو امریکا یې په غبرګون کې پر دغه محکمه او څارنواله یې بندیزونه لګولي دي.











