د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې لپاره پر نړېوالې جنايي محکمې بندیزونه لګولي چې هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وڅېړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوی تورن کړل چې پر امریکايي وګړو د قضا برخه کې د ناروا چارو د تپلو هڅې کوي.
مایک پمپیو ویلي، نړېواله جنايي محکمه له فساده ډکه ده او دغه هېواد به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې په دې تړاو نورې څېړنې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ جون میاشت کې د یوه فرمان لاسلیکولو سره د نړیوالې جناي محکمې د کارمنانو د شتمنۍ کنګلولو او امریکا ته په تګ د بندیز لګولو اجازه ورکړه او اوس دا فرمان عملي شو.











