په داسې حال کې چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو جنجالي پروسه په ښه کېدو ده، د سولې په تړاو د مذاکراتي ټیم سفر قطر ته چمتو شوی دی.
د مذاکراتي ټیم یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، نن چهار شنبه به د طالبانو پاتې ټول بندیان خوشې شي او مذاکراتي پلاوی به قطر ته لاړ شي.
ویل کېږي، هغه اووه طالبان چې فرانسې او استرالیا یې پر خوشې کېدو نیوکه درلوده هغه به هم د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو مخکې خوشې شي.
ټاکل شوې چې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي لیست مطابق د ټولو طالب بندیانو له خلاصون سره سم به بین الافغاني مذاکرات د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شي.
له دې سره طالبانو د افغان دولت ۴ کومانډویان خوشې کړل.
په طالبانو کې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی د افغان پوځ څلور کمانډو خوشې کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا کومانډویان کندهار کې د والي دفتر ته سپارل شوي، خو ځایي مسؤلینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغان پوځ دا کومانډویان له تېرو دوه کالو راهیسې د طالبانو په بند کې وو.
بل پلو ویل کېږي، افغان حکومت هم په تیرو دوو ورځو کې د طالبان ۲۰۰ کسان خوشې کړي او یوازې ۱۲۰ طالب بندیان پاتې دي.
تمه ده چې نن چهار شنبه به د دواړو لوریو لخوا د بندیانو د خلاصون او تبادلې بهیر بشپړ شي.
طالبانو هم ویلي، د دوی یو شمېر بندیان خوشې شوي او دا چاره یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ګټوره بللې.











