Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امرالله صالح: د وږي اتلسمه د زور ښودلو او په سړکونو د وسلو ګرځولو ورځ نه، بلکې د شهید ورځ ده

admin by admin
2020/09/01

نن له غرمې مخکې د عاشورا مراسمو او د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو له امله د کابل امنیتي ټیم د قدردانۍ په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې هېڅوک د قانون څخه لوړ نه دي او باید د هغو خلکو مخنیوی وشي چې خلک ځوروي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز وویل، د وږي اتلسمه د قانون ماتولو، د زور ښودلو او په سړکونو او واټونو د وسلو ګرځولو نه، بلکې د احمد شاه مسعود د شهادت ورځ ده.

هغه زیاته کړه چې د خلکو ځوروونکي په هېڅ قوم او فکري جریان پورې اړه نه لري او د وږي اتلسمه باید په عزت، وقار او شرافت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو او نفرت خورولو سره د خلکو د ځورونې لامل شي.

ښاغلي صالح دا هم وویل چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د امنیتي میثاق برنامې له لارې د خلکو د امنیت تامین لپاره اقدامات کېږي او اړوندو ارګانونه به د امنیتي پېښو ریښې تشخیص کړي.

لومړي مرستیال همدا شان وویل: ((موږ باید د افغانستان هغو نجونو او ښځو ته چې لوړې زده کړې لري، د پولیسو لیکو کې د جذب زمینه برابره کړو او په دې کار سره د جرم ساحه محدوده کړو.))

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist