Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: افغانستان د نړۍ په کچه د شیعه او سني د یووالي بېلګه ده

admin by admin
2020/08/30

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د برچي په حسینیه بقیه الله کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، کې وویل چې افغانستان د نړۍ په کچه د شیعه او سني د یووالي بېلګه ده او هیڅ راز ګواښ او پلمه دغه پانګه له خطر سره نه شي مخ کولای.

په یادو مراسمو کې ولسمشر دغه راز وویل چې راتلونکو نسلونو ته د تلپاتې سولې، ثبات او د هوساینې شرایط برابرول یې دنده او هر افغان له بل افغان سره د مساوات پر بنسټ ملي یووالی یې موخه ده.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې اوبه د افغانستان ابرو ده او مدیریت به یې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې شپږ میلیارد مترمکعب اوبه د ضایع کېدو په حال کې وې، اوس یې دوباره مدیریت شوی دی.

هغه د کابل ښار د څښاک اوبو کمبود په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کابل بې اوبو نشي پاتې کېدای او ژر به د شاه توت بند قرارداد لاسلیک شي.

ولسمشر محمد اشرف غني همداشان وویل چې هېوادوال باید له سولې ویره ونه لري، ځکه چې له طالبانو سره سوله کول د واک د ویش لپاره سیاسي معامله نه ده.

ولسمشر دا هم وایي چې سوله به د جمهوري نظام تر چتر لاندې راځي او هېڅوک نشي کولای چې خپلې غوښتنې د زور له لارې پر نورو ومني.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم خبرې وکړې او وې ویل، د شِمر ډوله او یزید ډوله ټولو پانګونو د افغانستان د شعیه او سني مذهبو ترمنځ واټن رامنځته نشوکړای او زموږ یووالی، زموږ واقعي مسلماني ښیي.

د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش بیا په دې مراسمو کې وویل، چې باعزته او پایداره سوله هغه سوله ده چې د جمهوریت له اهدافو سره سمون لري او امارت نه پیاوړی دولت جوړولی شي او نه متحد ملت.

دانش دغه راز وویل چې په امارت کې افغانستان نه یوازې واحد نه بلل کېږي، بلکې خلک په طالباني امارت کې له مساوي حقونو څخه برخمن نه دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist