د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې د منرالونو د استخراج په تړاو د بشري پراختیا راپور خپور کړ.
دغه راپور کې د افغانستان استخراجي صنعت اوسني وضعیت او دغه صنعت کې د بشري پراختیا، د کار او پانګونې فرصتونو او عوایدو ته کتنه شوې.
د راپور موندنې ښيي، چې د کانونو د کیندنې برخه کې د یو واضح لرلید نشتون له امله، د کانونو سکټور نه یوازې هېواد کې د اقتصادي ودې او د بېوزلۍ کمولو کې مرسته نه ده کړې، بلکې د سیمه ییزو شخړو او جنجالونو د ډېرېدو لامل ګرځېدلی.
راپور زیاتوي، چې افغانستان کې د کانونو غیر قاونوني کيندنه نا امني، فساد او بشري جرمونو ته زمینه برابره کړې او د ملکي وګړو ژوند یې اغېزمن کړی.
نا امني او د هېواد په لرو پرتو سېمو کې د حکومت نه حاکمیت هغه موارد پيژندل شوي، چې د کانونو غیر قاونوني کیندنو ته یې زمینه برابره کړې.
د کانونو غیر قاونوې کیندني او د معدني توکو غیر قانوي سوداګري او قاچاق سیمه کې منفي رقابتونه ډېر کړي، چې تاوتریخوالي او د بشر ضد جرمونو ته یې بستر برابر کړی.
دغه راپور کې د حکومت پراختیا باندې ټينګار شوی، څو له دې لارې غیر قاونوني کیندنې، قاچاق او سوداګري ختمه شي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د راپور د خپرېدو هرکلی کړی او راپور کې د څېړل شوو فرصتونو په تړاو له ملګرو ملتونو او نړۍوالو شريکانو سره د ګډ کار ته لېوالتیا ښوولې.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام راپور کې روغتیايي خدمتونو کې محدودیتونو، بې کارۍ، د ښونې روزنې خراب وضعیت، د اوبو کموالی، د سولې لومړیتوب او یو شمېر نورو موضوعاتو ته هم کتنه شوې.