د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کې ١٤ سیمه یېزو پولیسوته مرګژوبله اوښتې ده.
د شهرک ولسوال محمد سخي صبوریار شمشاد ته وویل وسله والو طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ مرکز د سیمه یېزو پولیسو پر پوسته ډله ییز برید کړی.
هغه وایي، جګړې نژدي دوه ساعته دوام در لود چې له امله یې اته سیمه یېز پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه وايي، د دوو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت سم نه دی.
د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم د دغه برید او اوښتي مرګ ژوبلې پخلی کوي.
د غور امنیه قومنداني او ولایت مقام هم برید مني خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.











