د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر قطعې برید شوی.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي چې دغه چاودنه د موټر بم برید له امله رامنځته شوې ده.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي شمشاد ته ویلي چې موټر بم برید کې شپږ کماندو سرتېري ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دي.
رضايي زیاتوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت بیا وايي، چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د سیمې خلک وایي چې د چاودنې غږ د پېښې له ځايه په لرې سیمو کې هم اوریدل شوی دی.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی دی.











