د طالبانو د مذاکراتي پلاوي مشر د یکشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د طالبانو مشر د خبرو اترو ټیم نهایی کړی چې د افغانستان په راتلونکو خبرو اترو کې به د پرېکړې کولو صلاحیتونه ولري.
د طالبانو دغه ۲۰ کسیز پلاوی کې ۱۳ یې د طالبانو د رهبري شورا غړي دي.
د خبرو اترو مشر، شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې د خبرو اترو ټیم به د دې واک ولري چې مذاکراتو اجندا وټاکي، پر ستراتیژۍ پریکړه وکړي او حتی په کابل کې د افغان حکومت له سیاسي مشرتابه سره تړونونه لاسلیک کړي.
ستانکزي وویل: “دا یو غښتلی ټیم دی … ټولې پریکړې نیونکې واکونه د خبرو اترو له دې پلاوي سره دي.”
د افغانستان د سولې هوکړه د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوې او تمه کېده چې بین الافغاني خبرې به د اګست په ۲۰ مه پیل شي، خو دغه خبرې د بېلابېلو ستونزو له کبله ځنډېدلي دي.
ستانکزي وویل،”موږ به په نږدې راتلونکي کې خبرو اترو ته چمتو یو.”
ستانکزي زیاته کړه “اوس موږ له متحده ایالاتو غواړو چې بل اړخ ته قناعت ورکړي چې د دوی پلمې پای ته ورسوي ، ژر تر ژره بندیان خوشې کړي او د خبرو میز ته راشي.”











