بین الافغاني خبرې تر پخوا مبهمې او ځنډلې دي، خو په کابل او ولایتونو کې جګړیز فشار زیات شوی، چې دې مسلې وضعیت لا پیچلی کړی دی.
د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله نبیل همدې مسایلو ته په کتو د تحلیل په بڼه لیکنې کړې دي، چې په یوه برخه کې یې ادعا کړې چې حکومتي حلقو د شخصي ګټو د خونديتوب لپاره د ملېشو په جوړولو کار پيل کړی دی.
رحمت الله نبیل دغه ادعا د امرالله صالح په کور کې د بېلابېلو ولایتونو مشرانو سره د ولسمشر غني تر لیدنې وروسته کړې ده.
رحمت الله نبیل لیکلي: ((په دې ورځو کې لیدل کېږي چې حکومتي کړۍ د ملېشې جوړولو چټکې هڅې روانې کړې دي. غواړم دا سپارښتنه وکړم، چې ملېشې جوړونه د حل منطقي لار نه ده، بلکې د اویایمې لسیزېزې د تېروتنو تکراري تجربه ده.))
له دې سره همهال یو شمېر غیر مسوول وسلوال چې تازه د حکومتي لوړپوړو چارواکو په ضمانت خوشې شوې دي، یو ځل بیا له وسلو سره راښکاره شوي او ډول ډول ګواښونه کوي.
حمید خراساني چې تازه له زندان څخه ازاد شوی دی، په یوې ویډیو کې وایي: ((د پنجشیر له ټولو خلکو او ځوانانو څخه غوښتنه کوم چې راشئ، مسلح شئ. وضعیت عادي نه دی او د یوې بلې جګړې امکان هم شتون لري.))
داسې مهال د ملېشو د جوړولو په اړه خبرې کېږي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه کړې او طالبان او حکومت د خبرو لپاره په چمتوالي بوخت دي، خو دا مهال خبرې د ځینو خنډونو له امله ځنډېدلې دي او تر اوسه یې د حل کېدو نښې نښانې نه ښکاري.











