د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې درې چاودنې شوي چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل چې لومړۍ چاودنه د اوومې حوزې اړوند سیمه کې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي
د فرامرز په وینا ، چاودنه په یوه شخصي کرولا کې ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین له امله شوې.
دویمه چاودنه د پنځلسمې حوزې اړوند د هنګريانو په سیمه کې دپولیسو په موټر کې شوې ده .
فرامرز ویلي، په چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي
د فرامرز په خبره ، درېیمه چاودنه د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزاړوند کمپنۍ سیمه کې شوې ، چې مرګ ژوبله نه لري.
ددغو چاودنو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.











