پاکستان وايي چې د طالبانو په یو شمېر مشرانو یې بندیز لګولی دی.
ځینو رسنیو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دغه ګام یې د امنیت شورا ۲۲۵۵ ګڼې پرېکړې له مخې کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چودري ویلي چې په دغه نوملړ کې د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر، سراج الدین حقاني او ځینې نور طالب مشران شامل دي.
چودري ویلي، د پرېکړه لیک له مخې د طالبانو او حقاني شبکې شتمني ضبط او د سفر کولو بندیز پرې لګېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي چې دا لومړی ځل نه دی چې پر طالبانو بندیز لګېږي او په وینا یې چې له دې وړاندې هم پرې ورته بندیزونه لګېدلي وو.
طالبانو او افغان حکومت د پاکستان دغه اقدام په تړاو څه نه دي ویلي.











