د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، طالبانو تېره شپه د پاڅونکوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې په کې ۱۳ پاڅونکوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د تخار یوه امنیتي سرچینه مني چې پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتي خو زیاتوي چې ګڼ وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه څه ندي ویلي
د سیمې اوسیدونکي همداراز وایي دغه پاڅون کونکي د ځایي قوماندان ملک تاتار کسان وو چې وسله والو پرې برید کړی دی.











