د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان دخپلواکۍ په تړاو پیغام کې ویلي، دوی تر هغې له طالبانو سره د شوې سیاسي هوکړې لپاره ژمن دي چې جګړه ختمه، امریکا او متحدینو ته یې د افغانستان له طرفه ګواښ نه وي.
مایک پومپیو ویلي، امریکا د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او سولې ته ژمنه ده، هغه هیله ښودلې چې افغانان په ازاد چاپېریال کې ارام ژوند ولري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په اوسنیو شرایطو کې منځ ته راغلی فرصت تاریخي بللی او ویلي یي دي، افغانان باید د سولې د ټینګښت او په ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې وکړي.
نوموړي په ټینګار ویلي، نړیوال او سیمه ییز هېوادونه باید سولې ته د رسیدو لپاره افغانستان سره همکاري وکړي











