د غور ولایت امنیتي مسؤولین د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي.
د غور د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو آمر عبدالمعروف رامش وايي، د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه تېره ورځ ماسپښین مهال عملیات پيل شوې، چې د تېرې ورځې ماښام ناوخته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې یاده ولسوالۍ بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.
رامش زیاتوي، دغه نښته کې طالبانو ته مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د غور مرکز په دودیان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله يېز بریدونه کړي دي.
د غور د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو آمر عبدالمعروف رامش وايي، نښتې تر شپې ناوخته دوام درلود، چې پر مهال يې یو امنیتي سرتیری ټپي شوی دی.
هغه زیاتوي، دغه راز طالبانو تېره شپه پر دولینې ولسوالۍ هم برید کړی چې ترڅو ساعته نښتې وروسته بېرته پر شا تمبول شوی دی.
وسله والو طالبانو بیا تراوسه په دي تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.











