کابل کې څوارلسو راکټي بریدونو لږ تر لږه لس کسان عام وګړي ټپيان کړي.
راکټي بریدونه د کابل له دوو برخو توغول شوي چې د کابل نهمې او لسمې حوزو اړوند سیمو کې لګېدلی دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، په دې تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي خو تر اوسه یې هیڅ ډلې مسولیت نه دی اخیستی.
د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسب کابل ښار کې ځانګړي امنیتي تدابیر پلان شوي و خو د ښار له دوو نقطو څخه د کابل په زړه کې لږ تر لږه څوارلس راکټونه ولګېدل.
بریدګر دغه راکټ په ډېر مهارت او د نوي تکتیک په بڼه د کابل له شمالي او سویل ختیځې څنډې له کوچینو موټرو توغولي.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په دې ړندو مرمیو کې لس ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
دغه راکټ د کابل په تر ټولو سترایژیکه سیمه وزیر اکبرخان، حضوري چمن شااخوا او دغه راز د زړو مکررویانونو په اړوند سیمه کې لګېدلي دي.
خو تحلیل دا دی چې دا هغو کړیو کار دی چې د سیمې د استخبارتو په اشاره افغانستان کې د جګړې دوام غواړي.
تر اوسه د دې راکټي بریدونو مسولیت یوې ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی. تر دې وړاندې د لوړې مراسمو باندې هم راکټي بریدونه د کابل ښار له شمالي څنډې توغول شوي و.











