د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ټولې خواوې دې ژر تر ژره خپلمنځي خبرې پیل او یوې مثبتې پایلې ته ورسول شي.
شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې هر راز ملاتړ کوي او اوس ددې وخت دی چې دواړه لوري ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
ښاغلي قریشي اوسنی وضعیت د سولې راوستو لپاره تاریخي فرصت بللی او په خبره یې هېڅ لوری باید فرصت ضایع نه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دوی نړیوال په افغانستان کې سولې ته قانع کړل او په خبره یې د سولې مېز د طالبانو راوستل څه اسانه کار نه و، خو پاکستان دا هر څه ترسره کړل.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پاکستان د افغان سولې پروسه کې ډېرې هڅې کړي، نو باید د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال د پاکستان استازي هم حضور ولري.
قریشي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې لا هم د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد پر نیت شک موجود دی او هڅه کوي د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي











