ارګ وایي، ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف سره کتلي او د روسیې سفیر ولسمشر غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام وړاندې کړی دی.
ارګ زیاتوي چې په د روسیې ولسمشر په خپل پیغام کې د دواړو هیوادونو پر دوستانه اړیکو خوښي څرګنده کړې او ویلي چې ډاډه دی چې په بېلابېلو برخو کې به د دواړو لوریو همکاري د پام وړ پراختیا ومومي.
ارګ د ولادیمير پوتین له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مشارکت تعامل، د دواړو هیوادونو د خلکو بنیادي ګټې تامینوي او د سیمه ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.
ارګ وایي، په دې کتنه کې د سیمې پر امنیت هم خبرې شوې دی او ولسمشر ویلي، د داعش او تروریزم پر وړاندې د افغانستان د خلکو او دولت مبارز یوه استثنایي مبارزه ده او زموږ ولس د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي.











