فرانسې افغان حکومت ته خبر ورکړی چې د فرانسویانو وژوونکي طالب بندیان دې نه خوشې کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په خوشې کېدوونکو بندیانو کې د هغو څو طالبانو د خوشې کولو په اړه اندېښنه لري چې په افغانستان کې يې فرانسوي وګړي وژلي دي.
دا کسان د هغو څلورو سوو بندیانو له ډلې دي چې تر مشورتي لویې جرګې وروسته يې افغان حکومت د پرېښودو پرېکړه کړې ده.
دغه طالب بندیان په دې هیله خوشې کېږي چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو په دې بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ګڼو افغانانو او فرانسویانو په ګډون د بهرنيانو د وژلو له کبله مجرم بلل شوي دي.
تر اوسه د هغه طالب بندیانو نومونه نه دي په ډاګه شوي چې د فرانسویانو د وژلو له امله مجرم بلل شوي دي.
افغان حکومت تر دې دمه د فرانسې دغې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.











